Civil engineering

افغان انجنير ښاغلی محب الله( رحمت)

13.10.2010 13:39

View Full Size Imageانجنير محب الله (رحمت) د رحمت الله (رحمت) زوى د مولوي عبدالحق لمسى، د ۱۳۶۳ هجري لمريز كال د جوزا د مياشتي پر څلورمه نېټه د كندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د نساجي په سيمه كي زېږېدلى دئ . خپلي لمړنۍ زدكړي يې په  ۱۳۷۰  هـ ل كال كي په ظاهر شاهي عالي لېسه كي پيل او  د همدې لېسې څخه د ۱۳۸۲ هـ لمريز كال د جوزا د مياشتي په ۲۵ نېټه فارغ سو. د همدې كال د دلوي د مياشتي په ۲۲ نېټه يي د كانكور په ازموينه كي ګډون وكړ او د كندهار پوهنتون، انجنيري پوهنځۍ ته بريالى او د ۱۳۸۳ هـ ل كال د سنبلې د مياشتي پر ۱۵ نېټه يي خپلي لوړي زدكړي پيل كړې . په پوهنځۍ كي يې د تحصيل تر څنګ د افغان  ښووني او روزني موسسې (Afghan Education Foundation) او يو شمېر نورو تعليمي موسسو او مراكزو كي د رياضي ، انګليسي ژبي او تكنالوژۍ تدريس كاوه، چي سربېره پر هغه يې د پوهنځۍ اتم سمسټر (د پركتيك يا عملي كارونو سمسټر) يي په كابل كي د LBGنړيوالي موسسې د خاورو او ساختماني موادو په مركزي لابراتوار كي سرته ورسوئ . د نهم سمسټر دپيلېدو وروسته بيرته كندهار ته ستون او په كندهار كي د همدې موسسې لخوا په SAITA لابراتوار كي پسله وخته  (Part time) دنده او زده كړه پيل كړه، چي شپږ مياشتي يې دوام وكړ او د ۱۳۸۸ هـ لمريز كال د سرطان د مياشتي پر پنځمه نېټه يې د پوهنځۍ وروستی (لسم سمسټر) پاى ته ورسوئ او په بريالي توګه د لسانس (Bachelor of Science) په درجه فارغ سو. وروسته يې په همدې كال په همدغه پوهنځۍ كي د ښوونکي په توګه دنده پيل كړه .نوموړی د  " ساختماني موادو د آزموينو لارښود" تر سرلیک لاند ي د سيول انجنيري په لابراتوار برخه کي د یو ډير اغیزمن کتاب ليکول دئ او اوس مهال  د تايلنډ هيواد د Asian Institute of Technology) AIT)  پوهنتون كي د ماسټرۍ اخيستلو لپاره  په عالي زده كړو بوخت دئ.

له څښتن تعالی څخه ښاغلي محب الله (رحمت) ته د لا زیاتو بریاوو او پیرزوینو هیله کوم.

په فکر قلم او ځوانۍ یې برکت!

خليل الله مايار / مقر

شيرزاد 13.05.2013 15:40

ستاسودلا زیاتوبريا ووپه هيله!
ايا دکتاب سافت يا هارد څنګه تر لاسه کولي شو
مننه

احسان الله طاهرزی 20.12.2012 23:32

سلامونه اونیکی هیلی!احسان الله یمه دکابل پوهنتون دځمکپوهنی دپوهنځی دڅلورم کال محصل مننه کوم ښاغلی مایار صاحب له دی خدمت نه دی چی داسی یوګټور وبلاک دی منځ ته راوړی او په هغه کی ډیر په زړه پوی معلومات دی پکی اښودی دی .
خوشحاله ژوند ولری مننه

mirwais saleh 06.08.2012 12:18

د تاسونه دیره مننه

Eng Ahmad 25.02.2012 11:36

hello
waiting for PDF copy of this book

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

Civil Engineering Weblog Wall Clock